د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف نیول کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i74508-د_پاکستان_پخوانی_لومړی_وزیر_نوازشریف_نیول_کیږی
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دقانون او د اطلاعاتو فیډرال وزیر(Federal law and information minister) علی ظفر وویل حکومت به د احتساب ادارې(accountability court) حکمونه عملی کړی او هوایی ډګر ته په رسیدا سره به سمدستی پخوانی لومړی وزیر نوازشریف او دهغه لور مریم نواز ونیسی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 09, 2018 08:23 Asia/Kabul
  • دپاکستان موقته حکومت په حکومتي ادارو ، دهغوې په چارو او دهغوې په فیصلو دنیوکو  هیڅ حق نلري .
    دپاکستان موقته حکومت په حکومتي ادارو ، دهغوې په چارو او دهغوې په فیصلو دنیوکو هیڅ حق نلري .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان دقانون او د اطلاعاتو فیډرال وزیر(Federal law and information minister) علی ظفر وویل حکومت به د احتساب ادارې(accountability court) حکمونه عملی کړی او هوایی ډګر ته په رسیدا سره به سمدستی پخوانی لومړی وزیر نوازشریف او دهغه لور مریم نواز ونیسی .

هغه  په لاهور کښې میټ دا پریس(“Meet the Press” programme) پروګرام کښې وویل دپاکستان موقته حکومت په حکومتی ادارو ، دهغوې په چارو او دهغوې په فیصلو دنیوکو  هیڅ حق نلری او زیاته یې کړه هرڅوک چې دکومې محکمې د فیصلې پرضد  شک لری نو محکمې ته غوښتنه وړاندې کړی .

د پاکستان دقانون او داطلاعاتو وزیر علی ظفر وویل که چیرې پخوانی لومړی وزیر نوازشریف او دهغه لور مریم نواز هوایی ډګر ته له رسیدا مخکې د محکمې لخوا ددوې د نه  نیولو لپاره ضمانت لیک ترلاسه نکړی نو استخباراتی ادارې به سمدستی نوازشریف او دهغه لور ونیسی .

علی ظفر  وویل د نوازشریف د کورنۍ پرضد د ملی احتساب  دمحکمې فیصله به د روان میلادی کال د جولاۍ دمیاشې په پینځویشتمه( ۲۵)نیټه د پارلمانی انتخاباتو په ترسره کیدا هیڅ اغیزه ونلری .

دپاکستان د قانون او د اطلاعاتو وزیر علی ظفر وویل پارلمانی انتخابات به خپل وخت په ازاد او شفاف ډول وشی .