دپاکستان سترې محکمې پخوانی ولسمشر احضار کړی
-
د پاکستان سترې محکمې دغه راز د سمیت ، سند او د یونایټیډ بانکونو عامل مدیران او د مرکزي بانک چارواکي هم احضار کړي دي .
زمونږخبریال وایی دپاکستان سترې محکمې(Supreme Court) پخوانی ولسمشر اصف علی زرداری او دهغه خور فریال تالپور د مالی فساد په توګه محکمې ته احضار کړی .
د پاکستان دقضایی قوې مشر او د جعلی بانکی حسابونو د دوسیې قاضی ثاقب نثار حکم ورکړ هغه دیارلس (۱۳)کسان چې نومونه یې د فیډرال استخباراتی ادارې ایف ایی ای(Federal Investigation Agency)په راپور کښې شته دجولاۍ دمیاشتې په دولسمه(۱۲) نیټه د غور لپاره په قضایی غونډې کښې شتون ولری .
ددغو دیارلسو(۱۳) کسانو له بانکی حسابونو په سلګونو میلیونه ډالره ایستل شوی او اچول شوی دی .
دپاکستان پخوانی ولسمشر اصف علی زرداری او دهغه خور فریال تالپور په دغو دیارلسو(۱۳) کسانو کښې شامل دی چې محکمې ته ورغوښتل شوی دی .
اصف علی زرداری دپخوانۍ لومړۍ وزیرې میرمن بې نظیر بوټو خاوند او د دغه هیواد ډیر شتمن سړی دی .
دپاکستان سترې محکمې د جعلی بانکی حسابونو ددوسیې په غور کښې دغه راز حکم ورکړ ددغه هیواد ددریو(۳) بانکونو د عامل مدیرانو نومونه هم په هغه فهرست کښې شامل شی چې خارجی هیوادونو ته په سفر ورباندې بندیز دی .
د پاکستان سترې محکمې دغه راز د سمیت ، سند او د یونایټیډ بانکونو عامل مدیران او د مرکزی بانک چارواکی هم احضار کړی دی .
له دې مخکې د پاکستان دفیډرال استخباراتی ادارې ایف ایی ای(Federal Investigation Agency) د سمیت بانک مشر حسین لاوایی په کراچۍ کښې نیولی وو .
دپاکستان سرچینو وویل له واک څخه دڅنګ ته کړې شوی لومړی وزیر نوازشریف له محاکمه کیدا وروسته د پخوانی ولسمشر اصف علی زرداری پرضد تحقیقات چټک شوی دی .