دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف سبا هیواد ته ورځی
-
ملي احتساب محکمې یوازې زما لور ته دبند سزا نه ده ورکړي بلکې د پاکستان هرې لور ته یې دغه سزا ورکړي ده .
زمونږخبریال وایی د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف پرون په لندن کښې په یوه(۱) خبری کانفرنس کښې وویل زه له بریتانیا څخه خپل هیواد ته ورستنیږم چې د رایو("honour the vote) د درنښت کولو لپاره خپله ژمنه پوره کړم .
نواشریف په لندن کښې له خپلې لور مریم نواز سره یوځاې په دغه خبری کانفرنس کښې وویل ما دخپلو سترګو په وړاندې د زندانونو د دروازو په لیدلو سره سره فیصله کړی ده چې خپل هیواد ته ورستون شم .
دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف دغه راز خپلې لور مریم نواز ته داوه(۷) کاله دبند سزا د ورکولو لپاره دملی احتساب د محکمې(accountability) په فیصلې نیوکه وکړه .
هغه وویل ملی احتساب محکمې یوازې زما لور ته دبند سزا نه ده ورکړی بلکې د پاکستان هرې لور ته یې دغه سزا ورکړی ده .
نوازشریف ادعا وکړه داحتساب محکمې قاضی چې د ایون فیلډ(Avenfield) دجائیداد په اړه یې فیصله اورولی ده اعتراف کړی دی چې د نوازشریف پرضد د مالی فسادونو هیڅ ثبوت نشته .