د پاکستان پولیسو د نوازشریف ملاتړی وځپل
-
نوازشریف ویلي دي چې نن له لندن څخه پاکستان ته ورستنیږي .
فارس خبری اژانس وایی دپاکستان پولیسو په لاهور ښار کښې د څنګ ته کړې شوی لومړی وزیر نوازشریف د ملاتړو غونډه وځپله .
د پنجاب صوبې پولیسو پرون د پخوانی لومړی وزیر نوازشریف ملاتړی چې دهغه دهرکلی لپاره په لاهور کښې راغونډ شوی وو په سخته وځپل .
د پاکستان دپنجاب صوبې په مرکز لاهور ښار کښې د پولیسو او د پخوانی لومړی وزیر نوازشریف د ملاتړو ترمینځ په نښته کښې دهغه یوشمیر ملاتړی ژوبل شوی هم دی .
د لاهور پولیسو د مسلم لیګ ګوند دنوازشریف څانګې په دفتر حملې سره ددغه ګوند کابو درې سوه(۳۰۰) غړی ونیول او زندانونو ته یې واستول .
د پاکستان دلاهور پولیسو دغه راز د مسلم لیګ ګوند دنوازشریف څانګې د درې سوه (۳۰۰)غړو په کور کښې دنظر بند کولو حکم هم ورکړی دی .
دپاکستان دملی احتساب ادارې (National Accountability Bureau) خبرداری ورکړی پخوانی لومړی وزیر نوازشریف او دهغه لور مریم نواز به لاهور هوایی ډګر ته په رسیدا سره سمدستی ونیول شی .
دپاکستان بخوانی لومړی وزیر نوازشریف اوس له خپلې لور مریم نواز سره یوځاې په یوې الوتکې کښې د دوبۍ له لارې باکستان ته روان شوی دی ږ
نوازشریف ویلی دی چې نن له لندن څخه پاکستان ته ورستنیږی .
دپاکستان ملی احتساب ادارې څه موده مخکې پخوانی لومړی وزیر نوازشریف د پیسو د غلا کولو او دپیسو د وینځلو په خاطر لس(۱۰) کاله او دهغه لور مریم نواز په اوه(۷) کاله زندان او دغه راز په نقدو پیسو جرمانه کړی وو .