د پاکستان پولیسو د نوازشریف ملاتړی وځپل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i74635-د_پاکستان_پولیسو_د_نوازشریف_ملاتړی_وځپل
فارس خبری اژانس وایی دپاکستان پولیسو په لاهور ښار کښې د څنګ ته کړې شوی لومړی وزیر نوازشریف د ملاتړو غونډه وځپله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 13, 2018 01:02 Asia/Kabul
  • نوازشریف ویلي دي چې نن  له لندن څخه پاکستان ته ورستنیږي .
    نوازشریف ویلي دي چې نن له لندن څخه پاکستان ته ورستنیږي .

فارس خبری اژانس وایی دپاکستان پولیسو په لاهور ښار کښې د څنګ ته کړې شوی لومړی وزیر نوازشریف د ملاتړو غونډه وځپله .

د پنجاب صوبې پولیسو پرون د پخوانی لومړی وزیر نوازشریف ملاتړی چې دهغه دهرکلی لپاره په لاهور کښې راغونډ شوی وو په سخته وځپل  .

د پاکستان دپنجاب صوبې په مرکز لاهور ښار کښې د پولیسو او د پخوانی لومړی وزیر نوازشریف د ملاتړو ترمینځ په نښته کښې دهغه یوشمیر ملاتړی ژوبل شوی هم دی .

د لاهور پولیسو د مسلم لیګ ګوند دنوازشریف څانګې په دفتر حملې سره  ددغه ګوند کابو درې سوه(۳۰۰) غړی ونیول او زندانونو ته یې واستول .

د پاکستان دلاهور پولیسو دغه راز د مسلم لیګ ګوند دنوازشریف څانګې د درې سوه (۳۰۰)غړو  په کور کښې دنظر بند کولو حکم هم ورکړی دی .

دپاکستان دملی احتساب ادارې (National Accountability Bureau) خبرداری ورکړی پخوانی لومړی وزیر نوازشریف او دهغه لور مریم نواز به لاهور هوایی ډګر ته په رسیدا سره سمدستی ونیول شی .

دپاکستان بخوانی لومړی وزیر نوازشریف اوس له خپلې لور مریم نواز سره یوځاې په یوې الوتکې کښې د دوبۍ له لارې باکستان ته روان شوی دی ږ

نوازشریف ویلی دی چې نن  له لندن څخه پاکستان ته ورستنیږی .

دپاکستان ملی احتساب  ادارې څه موده مخکې پخوانی لومړی وزیر نوازشریف د پیسو د غلا کولو او دپیسو د وینځلو په خاطر لس(۱۰) کاله او دهغه لور مریم نواز  په اوه(۷) کاله زندان او دغه راز په نقدو پیسو جرمانه کړی وو .