دایران او دپاکستان داړیکو پراختیا دسیمې په ګټه ده
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان د دفاعی چارو نامتو کارپیژاند طلعت مسعود د تهران او داسلام اباد د پوځی اړیکو پراختیا د سیمې او د اسلامی نړۍ په ګټه وبلله .
هغه پرون په اسلام اباد کښې پاکستان ته د ایران د پوځ د لوی درستیز محمد باقری راتلونکی سفر د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د دفاعی او دپوځی اړیکو د پراختیا ښکاره نښه وبلله او ویې ویل پاکستان ته د ایران د لوړرتبه سیاسی او پوځی چارواکو هر سفر او دغه راز ایران ته د پاکستان لوړرتبه پوځی او سیاسی مقاماتو هر سفر په سیمه کښې د پایداره امنیت او د ثبات سبب کیدلی شی .
دپاکستان دپوځ دغه متقاعد شوی جنرال طلعت مسعود اسلام اباد ته دایران د لوړرتبه پوځی پلاوی د سفر اهمیت په بیانولو سره وویل د دواړو هیوادونو داړیکو پراختیا په ګډو سرحدونو کښې د سرزورۍ او د ترهګرۍ د جرړه په ایستلو کښې اغیزشیندونکی مرسته کوی .
هغه په دې خبرې سره چې په سیمه کښې د نړۍ د سترو قدرتونو پوځی شتون د هیوادونو او دخلکو لپاره بې ثباتۍ او ناامنۍ ډالۍ کړی ده وویل دایران او دپاکستان د دفاعی ،امنیتی او د پوځی اړیکو پراختیا په سیمه کښې د دواړو هیوادونو ملی ګټې تامینولای شی .
د ایران دپوځ لوی درستیز محمد باقری او یوشمیر نور لوړرتبه پوځی چارواکی د پاکستان د پوځ دمشر جنرال قمر جاوید باجوه په بلنه په راتلونکو ورځو کښې پاکستان ته ورځی .