دایران او دپاکستان داړیکو پراختیا دسیمې په ګټه ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i74691-دایران_او_دپاکستان_داړیکو_پراختیا_دسیمې_په_ګټه_ده
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان د دفاعی چارو نامتو کارپیژاند طلعت مسعود د تهران او داسلام اباد د پوځی اړیکو پراختیا د سیمې او د اسلامی نړۍ په ګټه وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 14, 2018 23:38 Asia/Kabul
  • دایران او دپاکستان داړیکو پراختیا دسیمې په ګټه ده

ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان د دفاعی چارو نامتو کارپیژاند طلعت مسعود د تهران او داسلام اباد د پوځی اړیکو پراختیا د سیمې او د اسلامی نړۍ په ګټه وبلله .

هغه پرون په اسلام اباد کښې پاکستان ته د ایران د پوځ د لوی درستیز محمد باقری راتلونکی سفر د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د دفاعی او دپوځی اړیکو د پراختیا ښکاره نښه وبلله او ویې ویل پاکستان ته د ایران  د لوړرتبه سیاسی او  پوځی چارواکو هر سفر او دغه راز  ایران ته د پاکستان  لوړرتبه پوځی او سیاسی مقاماتو هر سفر په سیمه کښې د پایداره امنیت او د ثبات سبب کیدلی شی .

دپاکستان دپوځ دغه متقاعد شوی جنرال طلعت مسعود اسلام اباد ته دایران د لوړرتبه پوځی پلاوی د سفر اهمیت په بیانولو سره وویل د دواړو هیوادونو داړیکو پراختیا په ګډو سرحدونو کښې د سرزورۍ  او د ترهګرۍ د جرړه په ایستلو کښې اغیزشیندونکی مرسته کوی .

هغه په دې خبرې سره چې په سیمه کښې د نړۍ د سترو قدرتونو پوځی شتون د هیوادونو او دخلکو لپاره بې ثباتۍ او ناامنۍ ډالۍ کړی ده وویل دایران او دپاکستان د دفاعی ،امنیتی او د پوځی اړیکو پراختیا په سیمه کښې د دواړو هیوادونو ملی ګټې تامینولای شی .

د ایران دپوځ لوی درستیز محمد باقری او یوشمیر نور لوړرتبه پوځی چارواکی د پاکستان د پوځ دمشر جنرال قمر جاوید باجوه په بلنه په راتلونکو ورځو کښې پاکستان ته ورځی .