عمران خان دپاکستان دطالبانو ویاند دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i74698-عمران_خان_دپاکستان_دطالبانو_ویاند_دی
زمونږخبریال وایی د پاکستان د پخوانی ولسمشر اصف علی زرداری لور بختاور بهټوزرداری (Bakhtawar Bhutto Zardari) وویل چې یوازې د طالبان خان (عمران خان ) د سیاسی غونډو لپاره حالات سم او ښه ولې دی .؟
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 15, 2018 01:08 Asia/Kabul
  • په پیښور، بنو او مستونګ سیمو کښې د ترهګرۍ مسول څوک دي او امنیتي چارې څوک ترسره کوي .؟
    په پیښور، بنو او مستونګ سیمو کښې د ترهګرۍ مسول څوک دي او امنیتي چارې څوک ترسره کوي .؟

زمونږخبریال وایی د پاکستان د پخوانی ولسمشر اصف علی زرداری لور بختاور بهټوزرداری (Bakhtawar Bhutto Zardari) وویل چې یوازې د طالبان خان (عمران خان ) د سیاسی غونډو لپاره حالات سم او ښه ولې دی .؟

هغې وویل زما ورور بلاول بهټو زرداری  ته د سیاسی غونډو د ترسره کولو اجازه نه ورکول کیږی او زیاته یې کړه د خواشینۍ خبره ده چې په پاکستان کښې له سلو (۱۰۰)زیات کسان وژل شوی دی او په ملی سویه هیڅ اقدامات نه دی شوی  .

بختارو بهټو زرداری  په پاکستان کښې د امنیت  په خرابیدا د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل دتحریک انصاف مشر عمران خان د طالبانو ډلې ویاند دی .

هغې وویل د پاکستان په خیبر پښتونخوا صوبې کښې مذهبی مدرسو ته  د لسګونو میلیونونو روپیو د مرستو د ورکولو په بدل کښې به عمران خان ته ضرور ګټه ورسیږی .

د پاکستان د پخوانی ولسمشر اصف علی زرداری لور بختاور بهټو وویل د بلوچستان صوبې په مستونګ سیمه کښې د ترهګرۍ بم چاودنې په اړه چې یوسل یودیرش(۱۳۱) کسان پکښې وژل شوی وو چپتیا د شرم وړ خبره ده او زیاته یې کړه په پیښور، بنو او مستونګ سیمو کښې د ترهګرۍ مسول څوک دی او امنیتی چارې څوک ترسره کوی .؟