عمران خان دپاکستان دطالبانو ویاند دی
-
په پیښور، بنو او مستونګ سیمو کښې د ترهګرۍ مسول څوک دي او امنیتي چارې څوک ترسره کوي .؟
زمونږخبریال وایی د پاکستان د پخوانی ولسمشر اصف علی زرداری لور بختاور بهټوزرداری (Bakhtawar Bhutto Zardari) وویل چې یوازې د طالبان خان (عمران خان ) د سیاسی غونډو لپاره حالات سم او ښه ولې دی .؟
هغې وویل زما ورور بلاول بهټو زرداری ته د سیاسی غونډو د ترسره کولو اجازه نه ورکول کیږی او زیاته یې کړه د خواشینۍ خبره ده چې په پاکستان کښې له سلو (۱۰۰)زیات کسان وژل شوی دی او په ملی سویه هیڅ اقدامات نه دی شوی .
بختارو بهټو زرداری په پاکستان کښې د امنیت په خرابیدا د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل دتحریک انصاف مشر عمران خان د طالبانو ډلې ویاند دی .
هغې وویل د پاکستان په خیبر پښتونخوا صوبې کښې مذهبی مدرسو ته د لسګونو میلیونونو روپیو د مرستو د ورکولو په بدل کښې به عمران خان ته ضرور ګټه ورسیږی .
د پاکستان د پخوانی ولسمشر اصف علی زرداری لور بختاور بهټو وویل د بلوچستان صوبې په مستونګ سیمه کښې د ترهګرۍ بم چاودنې په اړه چې یوسل یودیرش(۱۳۱) کسان پکښې وژل شوی وو چپتیا د شرم وړ خبره ده او زیاته یې کړه په پیښور، بنو او مستونګ سیمو کښې د ترهګرۍ مسول څوک دی او امنیتی چارې څوک ترسره کوی .؟