په پاکستان کښې نن عمومی ویر اعلان شوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i74699-په_پاکستان_کښې_نن_عمومی_ویر_اعلان_شوی
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د بلوچستان صوبې په مستونګ(Mastung District) سیمه کښې له ترهګرۍ بم چاودنې او د ګڼ شمیر خلکو له وژل کیدا او ژوبلیدا وروسته له خلکو غوښتی دی نن په ټول هیواد کښې عمومی ویر اعلان کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 15, 2018 01:21 Asia/Kabul
  • د پاکستان وکیلان هم پرون په عمومي کاربندیز سره محکمو ته نه لاړل.
    د پاکستان وکیلان هم پرون په عمومي کاربندیز سره محکمو ته نه لاړل.

زمونږ خبریال وایی د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د بلوچستان صوبې په مستونګ(Mastung District) سیمه کښې له ترهګرۍ بم چاودنې او د ګڼ شمیر خلکو له وژل کیدا او ژوبلیدا وروسته له خلکو غوښتی دی نن په ټول هیواد کښې عمومی ویر اعلان کړی .

په تیرې جمعې ورځ دپاکستان دبلوچستان صوبې په مستونګ سیمه کښې چې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو ستر مرکز دی د  بلوچستان د عوامی ګوند د انتخاباتو په غونډې کښې په بم چادونې کښې ددغه ګوند دمشر نواب زاده سراج ریسانی په شمول یوسل یودیرش(۱۳۱) کسان وژل شوی او یوسل پنځوس(۱۵۰) نور ژوبل شوی وو .

د پاکستان وکیلان هم پرون په عمومی کاربندیز سره محکمو ته نه لاړل.

پرون دپاکستان په بلوچستان صوبې کښې عمومی ویر وو او  ځایی حکومت دوه(۲) ورځې او بلوچستان عوامی ګوند درې(۳) ورځې عمومی ویر اعلان کړی دی .

داعش وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرې ډلې چې امریکا، انګلستان، فرانسې ، سعودی عربستان ، ترکیې ،قطر، اسرائیلو ، اردن ، متحده عربی اماراتو، بحرین ، کویت وغیره خپلو هدفونو ته د رسیدا لپاره جوړه کړی ده د پاکستان د بلوچستان صوبې د ترهګرې بم چاودنې ذمه واری پرغاړه اخیستی ده .