ایران له پاکستان سره د ګډو محصولاتو دجوړولو غوښتنه وکړه
-
هڅه کوو له پاکستان سره د ګډو دفاعي محصولاتو په تولیدولو سره هغه دیو(۱) ګډ اسلامي محصول په توګه مطرح کړو .
زمونږ خبریال وایی دایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقری د پاکستان له ولسمشر ممنون حسین سره په کتنې کښې له اسلام اباد سره د ګډو دفاعی محصولاتو تولیدولو ته دایران په دلچسپۍ ټینګار وکړ .
دایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقری چې دیوه(۱) لوړرتبه پلاوی په مشرۍ اسلام اباد ته تللی دی بیګا د پاکستان له ولسمشر ممنون حسین سره په کتنه کښې وویل هڅه کوو له پاکستان سره د ګډو دفاعی محصولاتو په تولیدولو سره هغه دیو(۱) ګډ اسلامی محصول په توګه مطرح کړو .
د پاکستان ولسمشر ممنون حسین هم ددفاعی او امنیتی برخو په شمول په بیلابیلو زمینو کښې د اسلام اباد او دتهران د ملګرتیاو دپراختیا په هرکلی سره وویل له مخکې څخه زیات د دواړو هیوادونو د اړیکو پراختیا د سیمې د سولې او دثبات په ګټه ده .
دایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقری د پاکستان دسمندری ځواک له مشر امیر البحر ظفر محمود عباسی سره په کتنې کښې هم د دواړو هیوادونو ترمینځ د سمندری ملګرتیاو او دسمندری ځواکونو ترمینځ د پوځی مانورو په زیاتولو ټینګار وکړ .
محمد باقری پرون سهار د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه او د پوځ له لوی درستیز جنرال زبیر محمود حیات سره هم کتنې او خبرې اترې کړې وې .