دامریکا او پاکستان ترمینځ درز دواړو هیوادونو ته تاوان رسولی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76825-دامریکا_او_پاکستان_ترمینځ_درز_دواړو_هیوادونو_ته_تاوان_رسولی_دی
دپاکستان خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې د عمران خان حکومت یوازې د پاکستان د ولس او ملی ګټو لپاره ګامو پورته کوی ،روښانه کړې ، اسلام اباد له نورو هیوادونو سره یوشان او دنورو په داخلی چارو کې له لاسوهنو پرته اړیکو ته اهمیّت ورکوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 28, 2018 10:03 Asia/Kabul
  •   دامریکا او پاکستان ترمینځ درز  دواړو هیوادونو ته تاوان رسولی دی

دپاکستان خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې د عمران خان حکومت یوازې د پاکستان د ولس او ملی ګټو لپاره ګامو پورته کوی ،روښانه کړې ، اسلام اباد له نورو هیوادونو سره یوشان او دنورو په داخلی چارو کې له لاسوهنو پرته اړیکو ته اهمیّت ورکوی .

ایرنا خبری آژانس راپورو ورکړ  دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی  چې  دملګروملتو  په کلنۍ غونډې کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی ،بیګا ئې له خبریالانو سره په خبرو کې وئیلی دی ، اسلام ا باد  له واشنګټن سره د  ګډو ګټو او د متقابل احترام په اساس  داړیکو پراختیا غواړی .

 دپاکستان خارجه وزیر   ددې خبرې په  کولو سره چې  د عمران خان حکومت  یوازې د پاکستان د ولس او  ملی ګټو  لپاره ګامو پورته کوی ،روښانه  کړې ،  اسلام اباد    له  نورو هیوادونو سره    یوشان او دنورو  په داخلی چارو کې له لاسوهنو پرته  اړیکو ته اهمیّت ورکوی .

  د واشنګټن او اسلام اباد  اړیکې د تیر کال  له اګست میاشتې راهسې  او  دپاکستان  په ضد د امریکا د ولسمشر  له تور لګونې وروسته  ترینګلی شوی دی . ډ ونالډ ټرمپ   پخپلې نوی سټراټژۍ  کې  پاکستان   په افغانستان کې   ګډوډی رامینځةکونکو ترهه ګرو ته  په پناه ورکولو تورن  کړ ی دی . 

 دامریکا  دولسمشر تورونه د پآکستان د حکومت ، ګوندونو اوولس له سخت غبرګون سره مخ شوی وې . 

 دپاکستان خارجه وزیر  همداراز وئیلی دی ، اسلام اباد  په جنوبی آسیا سیمې کې  دامنیت د تامینولو لپاره  له هندی چارواکو سره  هر ډ ول خبرواترو ته تیار دی .  دا  په بیلابیلو زمینو کې  له هندوستان سره د خبرواترو لپاره د دپاکستان د نوی خارجه وزیر  د وهم ځل  غوښتنه ده .  خو بیا هم هندی چارواکو دپاکستان دنوی حکومت   دسولې دخبرواترو   غوښتنه رد کړې ده