پاکستان له اسلامی ایران سره داړیکود پراختیااولاښه کولوته کلک هوډ لری
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76866-پاکستان_له_اسلامی_ایران_سره_داړیکود_پراختیااولاښه_کولوته_کلک_هوډ_لری
دپاکستان د لومړی وزیر ځانګړی سلاکار او دتحریک انصاف واکمن ګوند لوړپوړی مسئول مقام زیاته کړې ، اسلامی ایران دپاکستان یو مهم او چورلیزی ګاونډی دی او عمران خان په مشرۍ داسلام اباد نوی حکومت له تهران سره داړیکو دلاپیاوړتیا لپاره هڅه کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 29, 2018 12:57 Asia/Kabul
  •   پاکستان له اسلامی ایران سره داړیکود پراختیااولاښه کولوته کلک هوډ لری

دپاکستان د لومړی وزیر ځانګړی سلاکار او دتحریک انصاف واکمن ګوند لوړپوړی مسئول مقام زیاته کړې ، اسلامی ایران دپاکستان یو مهم او چورلیزی ګاونډی دی او عمران خان په مشرۍ داسلام اباد نوی حکومت له تهران سره داړیکو دلاپیاوړتیا لپاره هڅه کوی .

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ  دپاکستان د لومړی وزیر   ځانګړی سلاکار سید ذوالفقار عباس بخاری چې  په زلفی بخاری مشهور دی ، نن سهار  په اسلام اباد کې  ایرنا خبری اژانس سره په خبرو کې  وئیلی دی ، پاکستان  هر هغه  اقدام چې   دایران له اسلامی جمهوریت  سره  داړیکو دښه کولو اوپراخولو  او   د متقابل ا حترام اوباؤر  په باب لازم وی ،ترسره کوی .

  دپاکستان د  لومړی وزیر ځانګړی سلاکار او دتحریک انصاف واکمن ګوند  لوړپوړی  مسئول مقام  زیاته کړې ،  اسلامی ایران  دپاکستان یو مهم او چورلیزی  ګاونډی دی او  عمران خان په مشرۍ  داسلام اباد نوی حکومت  له تهران سره  داړیکو دلاپیاوړتیا لپاره  هڅه کوی .

  زلفی بخاری  هیله ښودلې ،   دایران او پاکستان  د دوواړخیزو تعاملاتو او تجارت اندازه  په اوسنی  حکومت کې ډیره زیاته شوې ده . هغه همداراز  د ایران په جنوب کې په اهواز ښار کې  وروستۍ ترهه ګره پیښه په سخته محکومه کړې او  وئیلی ئې دی ،    له ترهه ګرۍ سره  دمقابلې لپاره  د هیوادونو په تیره بیا دګاونډیانو اتحاد او یووالی  یوه مهمه چاره او د ورځې یو  ضرورت دی .