دافغانستان کړکیچ پوځی حل لاره نلری
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76884-دافغانستان_کړکیچ_پوځی_حل_لاره_نلری
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی وویل دافغانستان کړکیچ پوځی حل لاره نلری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 30, 2018 10:14 Asia/Kabul
  • واشنګټن په افغانستان کښې د سولې او دثبات لپاره  له پاکستان سره ملګرتیا ته تیار دی .
    واشنګټن په افغانستان کښې د سولې او دثبات لپاره له پاکستان سره ملګرتیا ته تیار دی .

تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی وویل دافغانستان کړکیچ پوځی حل لاره نلری .

شاه محمود قریشی  دافغانستان دسولې په بهیر کښې د امریکا له ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد سره سره په کتنې کښې د افغانستان د کړکیچ لپاره دسیاسی حل لارې د رامینځته کولو پرضرورت ټینګار وکړ .

دافغانستان دسولې په بهیر کښې دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد هم وویل واشنګټن په افغانستان کښې د سولې او دثبات لپاره  له پاکستان سره ملګرتیا ته تیار دی .

د زلمی خلیل زاد دغه څرګندونې په داسې حال کښې دی چې امریکا دافغانستان په اولس(۱۷) کلن جنګ کښې ښودلی ده نه یوازې ددغه هیواد د جنګ د ختمولو  او د سولې او د امنیت دټینګیدا جوګه نه ده بلکې واشنګټن  په دغه هیواد کښې دناامنیو په زیاتولو کښې مهم رول لری او دا ډول څرګندونې یوازې دافغانستان د خلکو د لسمولو او د عمومی افکارو د دوکه کولو لپاره دی چې له دې لارې په افغانستان کښې خپل پوځی شتون توجیه کړی .