له پاکستان سره د هند دخبرو اترو لپاره مناسب فرصت دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76903-له_پاکستان_سره_د_هند_دخبرو_اترو_لپاره_مناسب_فرصت_دی
تسنیم خبری اژانس وایی د هند د جاسوسۍ ادارې را پخوانی مشر ای ایس دلت (A. S. Dulat )وویل
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2018 01:43 Asia/Kabul
  • کشمیر  د هند او دپاکستان ترمینځ ترټولو مهم موجود اختلاف دی او اسلام اباد باوري دی چې دکشمیر برخلیک باید ددغه سیمې دخلکو په لاس وټاکل شي .
    کشمیر د هند او دپاکستان ترمینځ ترټولو مهم موجود اختلاف دی او اسلام اباد باوري دی چې دکشمیر برخلیک باید ددغه سیمې دخلکو په لاس وټاکل شي .

تسنیم خبری اژانس وایی د هند د جاسوسۍ ادارې را پخوانی مشر ای ایس دلت (A. S. Dulat )وویل

 په پاکستان کښې واک ته د عمران خان له رسیدا وروسته د دواړو هیوادونو ترمینځ دخبرو اترو لپاره ښه فرصت رامینځته شوی دی او د نوی ډیلی حکومت باید دغه ښه فرصت له لاسه ورنکړی .

د هند د جاسوسۍادارې پخوانی مشر ایس ای دلت ډاګینه کړه هند نشی کولای په یووخت له خپلو ټولو ګاونډیانو سره دښمنۍ وکړی .

هغه د کشمیر دخلکو پرضد د هند پولیسو او عسکرو ځپونکو سیاستونو ته په اشارې سره وویل له پوځی ځواکونو استفاده د کشمیر دمسلې دحل لپاره مناسبه لاره نه ده .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان څه موده مخکې په یوه(۱) لیک کښې د هند حکومت ته د خبرو اترو بلنه ورکړی وه خو نوی ډیلی ددغه غوښتنې له منلو او ددواړو هیوادونو د خارجه وزیرانو ترمینځ د غونډې له تنظیمولو وروسته هغه په یو اړخیزډول لغوه کړی وه .

کشمیر  د هند او دپاکستان ترمینځ ترټولو مهم موجود اختلاف دی او اسلام اباد باوری دی چې دکشمیر برخلیک باید ددغه سیمې دخلکو په لاس وټاکل شی .