دچین پاکستان په اقتصادی کریډورکې دعربستان ګډون دروغ دی
ځینی خبری سرچینې وائی سعودی عربستان په ګوادر بندر کې دپاکستان په بلنې سره یو شمیر پروژې پیل کړی چې د چین اندیښنې ئې هم راپارولی او ځینی نوره سرچینې وائی که په پاکستان بلوچستان صوبې کې عربستان خپلې پنجې ښخې کړی نو ممکنه ده دبیلتون غواړو بلوچانو او تکفیری ترهه ګرو فعالیتونه نوره هم زیات شی .
ایرناخبری آژانس راپورورکړی، دپاکستان دپراختیا او پلانونې وزیر مخدوم خسروبختیار نن سهار په یو لړ څرګندونو کې دچین او پاکستان په اقتصادی کریډور کې د عربستان ګډون دروغ بللی او وئیلی دی ، د چین پاکستان اقتصادی کریدور(سی پیک) پلان یوازې د بیجینګ او ا سلام اباد ترمینځ دی او عربستان پکې ونډه نه لری .
مخدوم خسرو بختیار زیاته کړې ، ټاکل شوې ده په دسمبر میاشت کې د چین او پاکستان داقتصادی کریډور دپلان دملګرتیا دګډې کمیټې اتمه غونډه په بیجینګ کې ترسره شی .
له دې مخکې د پاکستان دپیپلز ګوند پشمول اپوزیشن ګوندونو دچین پاکستان داقتصادی کریډور له پروژې سره د یوځای کیدا لپاره عربستان ته په بلنې سختې نیوکې کړې وې .
داپه داسې حال کې دی چې چینی کارپیژاندو هم له دغه اقتصادی پروژې سره دعربستان په یوځای کیدا اندیښنه ښودلې ده.
البته ځینی خبری سرچینې وائی سعودی عربستان په ګوادر بندر کې دپاکستان په بلنې سره یو شمیر پروژې پیل کړی چې د چین اندیښنې ئې هم راپارولی او ځینی نوره سرچینې وائی که په پاکستان بلوچستان صوبې کې عربستان خپلې پنجې ښخې کړی نو ممکنه ده دبیلتون غواړو بلوچانو او تکفیری ترهه ګرو فعالیتونه نوره هم زیات شی .