ایران اوپاکستان تجارتی معادلات نوره هم پراخوی
هنر دوست زیاته کړې ، ایران او پاکستان په ټولو سویو کې له هغو روانو دسیسو سره چې د دوو اړخیزو اړیکو دخرابولو په موخې سره روانې دی مقابله کولی شی .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړی ، په پاکستان کې داسلامی ایران سفیر مهدی هنر دوست چې د پاکستان بلوچستان صوبې کویټه ته په سفر تللی ، د دغې صوبې له یو شمیر دینی عالمانو او تجارتی شخصیتونو سره لیده کاته کړی دی .
مهدی هنر دوست همداراز د بلوچستان صوبې له اعلی وزیر جام کمال خان سره په کتنې کې د دوواړخیزو تجارتی اړیکو په زیاتولو او د دودیزو اوکلتوری مناسباتو ، تعلیمی ملګرتیاؤ په پیاوړتیا او دپارلیمانی پلاؤ په راشه دیرشه هم دنظر تبادله وکړه.
په پاکستان کې د اسلامی ایران سفیر دګاونډی هیوادپه توګه له پاکسان سره داړیکو دپیاوړتیا لپاره د ایران دکلک هوډ په بیانولو سره ووئیل ، دایران حکومت د سولې دپایپ لاین په نامې سره پاکستان ته دایران د ګیسو دپایپ لاین دمنتقلولول دموافقې د لاچټکې بشپړتیا غوښتنه کوی .
هنر دوست زیاته کړې ، ایران او پاکستان په ټولو سویو کې له هغو روانو دسیسو سره چې د دوو اړخیزو اړیکو دخرابولو په موخې سره روانې دی مقابله کولی شی .
دپاکستان دبلوچستان صوبې اعلی وزیر هم په دغې کتنې کې له پاکستان سره دتجارت د زیاتولو لپاره د ایران د هلوځلو په قدرونې سره د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ دپراختیا لپاره د دغې صوبې د چمتووالی خبر ورکړ او وې وئیل د دواړو هیوادونو دپارلیمانی پلاؤ مخینه باید په راتلونکی کې هم دوام ومومی .