په پیښور کې مخ پټوکسانودسپاه صحابه یومشرسره دخپل ساتونکی وواژۀ
وئیل کیږی دپاکستان په بیلابیلو سیمو کې تکفیری ترهه ګرو د دغه هیواد دښاریزو ژوند تریخ کړی او په همداوروستیو کې ئې د دغه هیواد په په ښارونو ،بازارونو جوماتونو او ښونځیو کې په زرګونو کسان په وینو کې لمبولی دی .
زمونږخبریال د جنګ انټرنیټی سایټ له قوله راپورراکړ دپاکستان دخیبر پختونخواه صوبې په مرکز پیښور کې د سپاه صحابه ړنګې ترهه ګرې ډ لګۍ یو مشر مولانا اسماعیل درویش په داسې وخت کې د مخ پټو موټرسائیکل سوارو ښکار شو چې دکور وآخوا ته روان ؤ .
د پولیسو مسئولانو وئیلی دی ، دغه پیښه دپیښور په پهندو سیمې کې شوې او نوموړی په دغې حملې کې سره د خپل ساتونکی ټپی شوی ؤ چې لیډی ریډینګ هسپتال ته د وړلو په وخت ئې په لاره کې سا ورکړې ده .