پاکستانی سیاستوالو د شهباز شریف د نیونی په وړاندی عکس العمل وښود
د اقتصادی فساد په جرم، د نواز مسلم لیګ ګوند د مشر له نیولو ورورسته، پاکستانی سیاستوالو د یادې موضوع په وړاندی مختلف عکس العملونه وښودل.
د تسنیم خبری آژانس د راپور په اساس، د پاکستان لیری کړای شوی لمړی وزیر«نواز شریف»، د اقتصادی فساد په تور د خپل ورور د نیولو په اعتراض کی وویل: د نیونی دا ډول روده، مسخره کونکې ده، او د شهباز شریف د خدماتو سپکاوئ دئ.
دا پداسی حال کی ده، چی د پاکستان د اطلاع رسونی وزیر«فواد چوهدری» هم، د شهباز شریف له نیولو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وویل: دا؛ له اقتصادی مفسدانو سره لمړنئ غوڅ برخورد دئ، او په نږدی راتلونکی به هم، نور غله نیول شوی او سزا شی.
له بلی خوا؛ د پیلپز پارټۍ لوړ پوړی غړی«خورشید شاه»، د شهباز شریف د نیونی په غبرګون کی وویل: د پاکستان د قضایی ارګان دا کړچار، پارلمان ته سپکاوئ دئ، ځکه چی د پارلمان ډیر
مهم نمایندګان، د دلیل له یادولو پرته نیول کیږی.
د نواز مسلم لیګ ګوند مشر، پرون د لاهور د خوږو اوبو د دوسیی په زمینه کی د ځواب ویلو لپاره احضار شو، خو د اړمنو کسانو لپاره د کور جوړولو په دوسیه کی د درغلۍ او اغلا په تور ونیول شو.