پاکستان باید د یمن د مظلوم ملت ملاتړ وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i77068-پاکستان_باید_د_یمن_د_مظلوم_ملت_ملاتړ_وکړی
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین مشر علامه راجا ناصر عباس جعفری د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف دحملو په مقابل کښې د یمن دخلکو په ملاتړ ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 07, 2018 01:11 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې دیمن د مظلومو خلکو پرضد حملو او بمباریو ته دوام ورکړی .
    سعودي عربستان له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې دیمن د مظلومو خلکو پرضد حملو او بمباریو ته دوام ورکړی .

ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین مشر علامه راجا ناصر عباس جعفری د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف دحملو په مقابل کښې د یمن دخلکو په ملاتړ ټینګار وکړ .

علامه راجا ناصر عباس جعفری پرون د پاکستان له لومړی وزیر عمران خان ،  دهیواد له خارجه وزارت او دبشری حقوقو له وزارت څخه وغوښتل دیمن دمظلومو خلکو په وژلو کښې د سعودی عربستان د جنایتونو د غندلو په ترڅ کښې د یمن دخلکو ملاتړ وکړی .

هغه د پاکستان په حکومت غږ وکړ په رسمی ډول ووایی  چې دیمن پرضد د سعودی عربستان دجعلی پوځی ائتلاف ملاتړ نه کوی .

سعودی عربستان د امریکا ، دمتحده عربی اماراتو ، اردن او دصهیونیسټ رژیم په ملاتړ او مرستې سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دیمن د مظلومو خلکو پرضد حملو او بمباریو ته دوام ورکړی چې تراوسه یې څه دپاسه څوارلس زره(۱۴۰۰۰) ملکی وګړی وژلی او په لسګونو زره نور ژوبل کړی او په میلیونونو نور یې کډوال  کړی هم دی .