د پاکستان پخوانی لومړی وزیر سیاسی فعالیتونه پیلوی
-
دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف دوه (۲)میاشتې له خپلې لور او زوم سره یوځاې په زندان کښې وو خو اوس خوشی شوی دی .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف چې له زندان څخه کابو درې(۳) اونۍ کیږی خوشی شوی دی نن په لاهور کښې د خپل ګوند مسلم لیګ نوازشریف څانګې د مرکزی اجرایی کمیټۍ د بیړنۍ غونډې مشرۍ کوی چې د راتلونکی ستراتیژۍ په اړه غور وکړی .
په لاهور کښې د پاکستان د مسلم لیګ ګوند دنوازشریف څانګې د مرکزی کمیټۍ دغونډې د ترسره کیدا فیصله د ملی احتساب ادارې لخوا د ګوند مشر شهباز شریف له نیول کیدا وروسته شوی ده .
دپاکستان د مسلم لیګ ګوند دنوازشریف څانګې اوسنی مشر شهباز شریف د «اشیانه اقبال» په نوم دکورونو په پروژې کښې د څوارلس(۱۴) میلیارډه ډالرو د درغلۍ کولو په خاطر د پلټنې لپاره د ملی احتساب ادارې لخوا نیول شوی.
دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف به له څلور(۴) میاشتې وروسته دخپل ګوند د غونډې مشرۍ وکړی .
دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف دوه (۲)میاشتې له خپلې لور او زوم سره یوځاې په زندان کښې وو خو اوس خوشی شوی دی .
دپاکستان د مسلم لیګ ګوند دنوازشریف څانګې مشران ادعا کوی د نوازشریف د کشر ورور او دپنجاب صوبې د پخوانی اعلی وزیر شهباز شریف له نیول کیدا وروسته ددغه ګوند مشرانو نوازشریف مجبوره کړی دی چې سیاسی ډګر ته بیا راووځی او د ګوند دمشرانو مورال او انګیزه پیاوړی کړی .
دپاکستان د مسلم لیګ ګوند د نوازشریف څانګه به د شهباز شریف دنیول کیدا په هکله هم نن په خپلې غونډې کښې سخت اعتراض وکړی .