د افغانستان دجنګ د ختمیدا هڅه به وکړی
-
پنجشیر د پارلمان دانتخاباتو د ترسره کیدا لپاره ترټولو امنه ولایت دی .
زمونږخبریال وایی دافغانستان دسولې په بهیر کښې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد ادعا وکړه په دغه هیواد کښې دجنګ دختمولو لپاره به له ټول توان ، استعداد او نړیوالو او سیمه ییزو اړیکو استفاده وکړی .
هغه پرون کابل ته د ورتلو په وخت دافغانستان له رسمی چارواکو او مهمو شخصیتونو وغوښتل د سولې د ټینګیدا او د جنګ د ختمولو لپاره چې له تیرو څلویښتو (۴۰)کلونو راهسې په افغانستان کښې دوام لری ملګرتیا وکړی .
دا له طالبانو سره د سولې د خبرو د تعقیبولو لپاره دافغانستان په چارو کښې د ځانګړی استازی په توګه د ټاکل کیدا له وخت راهسې کابل ته د زلمی خلیل زاد لومړی سفر دی .
زلمی خلیل زاد مخکې په افغانستان او عراق کښې د امریکا پخوانی سفیر وو.
کابل ته د زلمی خلیل زاد دغه سفر په داسې حال کښې شوی چې دافغانستان حکومت او نړیوالې ټولنې د بهرنیو ځواکونو د لاسوهنې او دجنګ دختمیدا لپاره خپلې هڅې زیاتې کړی دی .
بل خبر داچې دافغانستان د انتخاباتو کمیسیون وویل پنجشیر د پارلمان دانتخاباتو د ترسره کیدا لپاره ترټولو امنه ولایت دی او هیله کیږی هغه کسان چې د رایو د ورکولو شرایط لری له کومې اندیښنې پرته د انتخاباتو په پروسې کښې ګډون وکړی .