پاکستان له دوستو او ګاونډیانو مرستې ترلاسه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i77117-پاکستان_له_دوستو_او_ګاونډیانو_مرستې_ترلاسه_کوی
زمونږ خبریال وایی د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وویل د اسلام اباد لپاره د پیسو له نړیوال صندوق ایی ایم ایف (International Monetary Fund) څخه زیات له ګاونډیو هیوادونو د مرستې ترلاسه کول لومړیتوب لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 08, 2018 10:41 Asia/Kabul
  • پاکستان د هیواد په اقتصادي مسائیلو د غور لپاره د پور د ترلاسه کولو لپاره د پیسو نړیوال صندوق ته مراجعه وکړي .
    پاکستان د هیواد په اقتصادي مسائیلو د غور لپاره د پور د ترلاسه کولو لپاره د پیسو نړیوال صندوق ته مراجعه وکړي .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وویل د اسلام اباد لپاره د پیسو له نړیوال صندوق ایی ایم ایف (International Monetary Fund) څخه زیات له ګاونډیو هیوادونو د مرستې ترلاسه کول لومړیتوب لری .

عمران خان وویل امکان شته چې پاکستان د هیواد په اقتصادی مسائیلو د غور لپاره د پور د ترلاسه کولو لپاره د پیسو نړیوال صندوق ته مراجعه وکړی خو لومړۍ به هڅه وکړی دغه مرستې له خپلو دوستو او ګاونډیو هیوادونو ترلاسه کړی .

هغه وویل پخوانی حکومت د پاکستان د نن  ورځې د اقتصادی مشکلاتو مسول دی او نوی حکومت به هڅه وکړی هغه په میلیارډونو ډالر چې د پخوانی لومړی وزیر نوازشریف د کابینې د غړو لخوا په خارجی هیوادونو کښې ساتل شوی دی هیواد ته بیرته ستانه کړی .

دپاکستان لومړی وزیر عمران خان په خپلو څرګندونو کښې د پورونو او د مرستو  د ترلاسه کولو لپاره دکومونو هیوادونو نومونه وانه خیستل او نه یې کوم جزیات وړاندې کړل .