دپاکستان حکومت باید د زیارتوالو مشکلات حل کړی
-
روان میلادي کال هم د نړۍ او دعراق په میلیونونو خلک په حسیني اربعین کښې ګډون کوي .
زمونږخبریال وایی د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین ویاند علامه مختار امامی د اسلام اباد دحکومت په چارواکو غږ وکړ دعراق کربلا ښار ته دسفر لپاره د حسینی اربعین له زیارتوالو سره د ملګرتیا کولو په ترڅ کښې د زیارتوالو لپاره خنډ مه رامینځته کوی .
علامه مختار امامی دغه راز د حسینی اربعین په مراسمو کښې دګډون لپاره د پاکستان د زیارتوالو په وخت د نه رسیدا په اړه د اسلام اباد چارواکو ته خبرداری ورکړ .
د پاکستان دمجلس وحدت مسلمین ویاند علامه مختار امامی د اسلام اباد له چارواکو وغوښتل په حسینی اربعین کښې د ګډون لپاره کربلا ته د زیارتوالو د مشکلاتو د حل لپاره زیاته ملګرتیا وکړی .
داکتوبر دمیاشتې دیرشمه(۳۰) چې د صفر دمیاشتې شلمه(۲۰) نیټه کیږی د حسینی اربعین له ورځې سره سمون خوری .
روان میلادی کال هم د نړۍ او دعراق په میلیونونو خلک په حسینی اربعین کښې دګډون لپاره د کربلا ښار ته ورځي .