دپاکستان سیاسی ګوندونه سبا اعتراض کوی
-
د حکومت پرضد اعتراض به سبا د مازیګر درې(۳) بجې د پارلمان د ودانۍ دلومړۍ دروازې(Gate 1) مخ ته وشي .
زمونږخبریال وایی دپاکستان د مسلم لیګ ګوند دنوازشریف څانګې پرون وویل چې په پارلمان کښې د حکومت دمخالفو سیاسی ګوندونو استازی به سبا مازیګر د پارلمان دباندې دحکومت پرضد سخت اعتراض وکړی .
مسلم لیګ ګوند وویل دغه اعتراض د شهباز شریف د نا توجیه وړ د نیولو په اړه د ملی پارلمان د غونډې په وربللو کښې د حکومت د ناکامه کیدا پرضد ترسره کیږی .
دپاکستان د مسلم لیګ ګوند دنوازشریف څانګې مرکزی اجرایی کمیټۍ وړمه ورځ په لاهور کښې په بیړنۍ غونډې کښې فیصله وکړه د تحریک انصاف ګوند په مشرۍ د حکومت د مخالفو ګوندونو دمشرانو د نیولو پرضد اعتراضیه غورځنګ پیل کړی .
دپاکستان د مشرانو جرګې پخوانی مشر ایاز صادق وویل د حکومت پرضد اعتراض به سبا د مازیګر درې(۳) بجې د پارلمان د ودانۍ دلومړۍ دروازې(Gate 1) مخ ته وشی .
دغه راز د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف وړمه ورځ وویل د ملی احتساب ادارې د پنجاب صوبې پخوانی اعلی وزیر شهباز شریف د لومړی وزیرعمران خان په غوښتنه نیولی او زندانی کړی یې دی .