د پاکستان او دایران دګازو پروژه باید زر اجرا شی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i77159-د_پاکستان_او_دایران_دګازو_پروژه_باید_زر_اجرا_شی
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان د مشرانو جرګې استازی «سید شبلی فراز» پرون په دې خبرې سره چې ایران او پاکستان د دوو(۲) دوستو او ګاونډیو هیوادونو په توګه ډیرې ګډولې لری وویل
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 10, 2018 02:35 Asia/Kabul
  • امریکا او په تیره بیا سعودي عربستان د ایران او دپاکستان د ګازو د پروژې د بشپړیدا په لاره کښې خنډونه جوړوي .
    امریکا او په تیره بیا سعودي عربستان د ایران او دپاکستان د ګازو د پروژې د بشپړیدا په لاره کښې خنډونه جوړوي .

ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان د مشرانو جرګې استازی «سید شبلی فراز» پرون په دې خبرې سره چې ایران او پاکستان د دوو(۲) دوستو او ګاونډیو هیوادونو په توګه ډیرې ګډولې لری وویل

 د دوستۍ  دنل لیکې په نوم د ایران او دپاکستان دګازو پایپ لاین ددواړو هیوادونو دخلکو د ډیرې دوستۍ او ارتباط زمینه برابروی .

هغه په پاکستان کښې دګازو او د انرژۍ کمښت ته  په اشارې سره وویل د ارزانه او پاکو سونګو په توګه  طبیعی ګاز کولای شی د پاکستان د پرمختګ او دترقۍ لاره هواره کړی .

د پاکستان د مشرانو جرګې غړی او دتحریک انصاف دغه مشر سید شبلی فراز وویل د اسلام اباد حکومت طبیعی ګاز په مناسبه بیه له ایران څخه اخیستلی  او هغه د خپل اقتصاد او دصنعت د غوړیدا لپاره استعمالولی شی  .

امریکا او په تیره بیا سعودی عربستان د ایران او دپاکستان د ګازو د پروژې د بشپړیدا په لاره کښې خنډونه جوړوی او په اسلام اباد دباو راولی دغه پروژه اجرا نکړی .