دپاکستان نوی حکومت دې له ایران سره تجارتی اړیکې لاپراخې کړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i77166-دپاکستان_نوی_حکومت_دې_له_ایران_سره_تجارتی_اړیکې_لاپراخې_کړی
په امریکا کې د پاکستان پخوانۍ سفیرې د سیمې دهیوادونو ترمینځ دپیوستونو اوغږملتیا د ضرورت په بیانولو سره وئیلی دی،اسلامی ایران ،پاکستان،چین،روسیې اوترکیه د یوه قدرتمند بلاک په جوړولو سره دیوه بل د ګټو دفاع کولی شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 10, 2018 08:35 Asia/Kabul
  • دپاکستان نوی حکومت دې له ایران سره تجارتی اړیکې لاپراخې کړی

په امریکا کې د پاکستان پخوانۍ سفیرې د سیمې دهیوادونو ترمینځ دپیوستونو اوغږملتیا د ضرورت په بیانولو سره وئیلی دی،اسلامی ایران ،پاکستان،چین،روسیې اوترکیه د یوه قدرتمند بلاک په جوړولو سره دیوه بل د ګټو دفاع کولی شی .

په امریکا کې دپاکستان پخوانۍ سفیرې  او   د دغه هیواد یوې پلوی غوره سیاستوالې میرمن  عابده حسین  په اسلام اباد کې له ایرنا خبری آژانس سره په خبرو کې   دعمران خان په مشرۍ له تحریک انصاف واکمن  ګونده غوښتی  چې  دایران له اسلامی جمهوریت سره  دتجارتی مبادلاتو  زیاتیدا دې  دخپل بهرنی سیات او  اقتصادی سیاستونو  په سر کې راولی .

 میرمن عابده  حسین  داسلامی ایران او پاکستان  دملګرتیاؤ  په تیره بیا  دتجارتی اوسوداګریزو چارو  په جوزې کې  زیاتو ظرفیّتونو ته په اشارې سره  وئیلی دی ،  ایران نه یوازې د پاکستان لویدیځی  ګاونډی دی ، بلکې  دواړه هیوادونه   سره له ډیرو مشترکاتو هم برخمن دی .

 د پاکستان  دغې  غوره سیاستوالې او پخوانۍ وزیرې  دایران او پاکستان دوو  ګاونډیو هیوادونو ترمینځ  داقتصادی اړیکو  پراختیا  په مهم بللو سره  روښانه کړې ، دایران او هند براعظمګی  دهیوادونو ترمینځ د تجارتی کاروانونو تګ راتګ  د دوو ملتونو ترمینځ د تاریخی ،کلتوری اومذهبی مشترکاتو د پراختیازمینه جوړونکی دی.

میرمن سیده عابده حسین په پاکستان کې  دانرژۍ کمښت ته په اشارې سره  وئیلی دی ،   د عمراخان په مشرۍ   نوی حکومت باید  دایران او پاکستان دګیسو دپایپ لاین  د غزولو  د پروژې   داجرا په لاره کې   ګام پورته کړی ، چې دغه  دسولې  پایپ لاین   د پاکستان د ولس لپاره   له اقتصادی پلوه او     له نورو سیمه ایزو پروژو سره په پرتله کې ډیر  کم مصرفه  دی .   په امریکا کې د پاکستان پخوانۍ سفیرې  په عین  حال کې  د سیمې دهیوادونو ترمینځ   دپیوستونو اوغږملتیا  د ضرورت په بیانولو سره  وئیلی دی ،  اسلامی ایران ،پاکستان، چین ،روسیې اوترکیه  د یوه قدرتمند بلاک  په جوړولو سره دیوه بل  د ګټو دفاع کولی شی .