دپاکستان حکومت له ایران سره دسمندری لارې پر پرانیستو ټینګارکوی
دپاکستان د سمندری چارو وزیر د تجارت پشمول په بیلابیلو زمینو کې د دوو اړخیزو مشترکوملګرتیاؤ دپراختیالپاره دپاکستان اواسلامی ایران د ډیرو ظرفیّتونو په تشریح کولو سره وئیلی دی ،د ایران او پاکستان د دوو وروڼو اوګاونډیو هیوادونو ترمینځ برابر اقتصادی فرصتونه شته دی .
دپاکستان دسمندری چارو وزیر علی حیدر زیدی نن په اسلام اباد کې له ایرنا خبری آژانس سره په خبرو کې وئیلی دی ، هیواد ئې د دواړوهیوادونو ترمینځ د مسافرانو اوزیارتوالو دتلوراتلو لپاره له ایران سره د کشتیو دمشترکې لارې د پرانیستو غوښتنه کوی ، خو د دغې مهمې چارې دتحقق لپاره باید، دځینو تخنیکی مشکلاتو دحل لپاره یو لړ اقدامات وشی .
دپاکستان د سمندری چارو وزیر د تجارت پشمول په بیلابیلو زمینو کې د دوو اړخیزو مشترکوملګرتیاؤ دپراختیالپاره دپاکستان اواسلامی ایران د ډیرو ظرفیّتونو په تشریح کولو سره وئیلی دی ،د ایران او پاکستان د دوو وروڼو اوګاونډیو هیوادونو ترمینځ برابر اقتصادی فرصتونه شته دی .
علیحیدر زیدی دایران او پا کستان ترمینځ داقتصادی اړیکو دپراختیا د چارو په بیانولو سره زیاته کړې ده ، که دواړه هیوادونه له یوه بل سره ریل پټلۍ وګنډل شی ، نو یقینا دا مهم ددوو اړخیزو تجارتی موخو ته له رسیدو سره مرسته کولی شی .