دپاکستان حکومت له ایران سره دسمندری لارې پر پرانیستو ټینګارکوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i77183-دپاکستان_حکومت_له_ایران_سره_دسمندری_لارې_پر_پرانیستو_ټینګارکوی
دپاکستان د سمندری چارو وزیر د تجارت پشمول په بیلابیلو زمینو کې د دوو اړخیزو مشترکوملګرتیاؤ دپراختیالپاره دپاکستان اواسلامی ایران د ډیرو ظرفیّتونو په تشریح کولو سره وئیلی دی ،د ایران او پاکستان د دوو وروڼو اوګاونډیو هیوادونو ترمینځ برابر اقتصادی فرصتونه شته دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 10, 2018 12:05 Asia/Kabul
  • دپاکستان حکومت له ایران سره دسمندری لارې پر پرانیستو ټینګارکوی

دپاکستان د سمندری چارو وزیر د تجارت پشمول په بیلابیلو زمینو کې د دوو اړخیزو مشترکوملګرتیاؤ دپراختیالپاره دپاکستان اواسلامی ایران د ډیرو ظرفیّتونو په تشریح کولو سره وئیلی دی ،د ایران او پاکستان د دوو وروڼو اوګاونډیو هیوادونو ترمینځ برابر اقتصادی فرصتونه شته دی .

 دپاکستان دسمندری چارو  وزیر  علی حیدر زیدی  نن په اسلام اباد کې له ایرنا خبری آژانس سره په خبرو کې  وئیلی دی ، هیواد  ئې  د دواړوهیوادونو ترمینځ د  مسافرانو اوزیارتوالو  دتلوراتلو  لپاره له ایران سره  د کشتیو دمشترکې لارې  د پرانیستو  غوښتنه کوی ، خو  د دغې  مهمې چارې دتحقق لپاره باید، دځینو تخنیکی  مشکلاتو دحل لپاره  یو لړ اقدامات وشی . 

 دپاکستان د سمندری چارو وزیر  د تجارت پشمول  په بیلابیلو زمینو کې  د دوو اړخیزو  مشترکوملګرتیاؤ دپراختیالپاره دپاکستان اواسلامی ایران د ډیرو ظرفیّتونو په تشریح کولو سره  وئیلی دی ،د ایران او پاکستان د  دوو وروڼو اوګاونډیو هیوادونو ترمینځ   برابر   اقتصادی فرصتونه شته دی .

علیحیدر زیدی  دایران او پا کستان ترمینځ  داقتصادی اړیکو  دپراختیا د چارو په بیانولو سره زیاته کړې ده ،  که  دواړه هیوادونه  له یوه بل سره ریل پټلۍ وګنډل شی ، نو یقینا  دا مهم  ددوو اړخیزو تجارتی موخو ته  له رسیدو سره مرسته کولی شی .