دپاکستان حکومت ددینی مدرسو پرضد اقدام نه کوی
-
په پاکستان کښې له سرزورو دیني مدرسو سره زیاتې مالي مرستې سعودي عربستان، متحده عربي امارات او نور عرب هیوادونه کوي .
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د جمعیت علمای اسلام د سمیع الحق څانګې له مشر مولانا سمیع الحق سره په کتنې کښې وویل د اسلام اباد حکومت نیت نلری په هیواد کښې د مذهبی مدرسو پرضد کوم اقدام ترسره کړی .
عمران خان له سمیع الحق سره په کتنې کښې وویل په پاکستان کښې د زده کړې د نظام د ضوابطو په چوکاټ کښې مذهبی مدرسې د قانون په سیوری کښې فعالیت کولای شی .
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وویل د قبایلی سیمو مدیریت د دغو سیمو دخلکو پر غاړه دی او هیڅوک باید په دې اړه اندیښنه ونلری .
د پاکستان دجمعیت علمای اسلام د سمیع الحق څانګې مشر مولانا سمیع الحق هم له لومړی وزیر عمران خان سره په کتنې کښې وویل په هیواد کښې د دینی مدرسو پرضد ګواښ سبب شوی چې په مدرسو کښې زده کړې ته دخلکو ګروهنه کمه شی .
په پاکستان کښې د مختلفو مذهبی فرقو او فکری مکاتبو شتون سبب شوی چې په دغه هیواد کښې بیلابیلې دینی مدرسې فعالیتونه وکړی چې کله نه کله هم له یوبل سره کاملا متفاوت نظرونه او افکار لری .
په پاکستان کښې له سرزورو دینی مدرسو سره زیاتې مالی مرستې سعودی عربستان، متحده عربی امارات او نور عرب هیوادونه کوی .