داهل تشیّع او اهل تسنن اتحاد داسلام ددښمنانو دسیسې شنډوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i79081-داهل_تشیّع_او_اهل_تسنن_اتحاد_داسلام_ددښمنانو_دسیسې_شنډوی
باید شیعه اوسنی عالمان په هوښیارۍ او ځیرتیا سره د استکباری او استعماری قدرتونو دغه د سیسې شنډې کړی او اجازت ورنکړی څو غولیدلی او ناپوهه تالی څټی داسلامی امت اتحاد او یووالی ته تاوان ورسوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 21, 2018 09:40 Asia/Kabul
  • داهل تشیّع او اهل تسنن اتحاد داسلام ددښمنانو دسیسې شنډوی

باید شیعه اوسنی عالمان په هوښیارۍ او ځیرتیا سره د استکباری او استعماری قدرتونو دغه د سیسې شنډې کړی او اجازت ورنکړی څو غولیدلی او ناپوهه تالی څټی داسلامی امت اتحاد او یووالی ته تاوان ورسوی .

د سحر اردو ټیلیویژنی چینل راپور روکړی ، دپاکستان  دتحریک اسلامی غورځنګ  مشر علامه ساجد علی نقوی  پرون   په لاهور کې د جماعت اسلامی  له یوه مشر  احمد سلمان بلوچ سره په کتنې  کې پر مسلمانانو غږکړی ، دخپل اتحاد یووالی  په ساتلو او هوښیارۍ سره دې داسلام د دښمنانو  دسیسې شنډې کړی .

 علامه صیب   داسلام او مسلمانانو په ضد د لویدیځی   هیوادون وا و ځینو عربو  واکوالانو  دسیسې ته  شاره وکړه او  له مسلمانانو ئې وغوښتل  د دغو سپیرو دسیسو او ورانکارو اقداماتو د شنډولو لپاره  دې  سره یو شی  او د اسلام د دین   دا حیاء   او  د اسلام  دحقیقی څیرې  نندارې ته  د وړاندې کولو لپاره دې هڅه وکړی .

 د پاکستان دجماعت اسلامی  دغه  مشر  هم  په دغې کتنې کې  ټینګار کړی ، مسلمانان باید  د نړیوال ا ستکبار  د دسیسو  دشنډولو لپاره  دې سره یو موټی شی څو  دلویدیځ  دغه سپیرې دسیسې شنډې  کړائ شی .

 ا حمد سلمان بلوچ دمسلمانانو ترمینځ  پر اتحاد په ټینګار سره ووئیل ،  باید  شیعه اوسنی  عالمان  په هوښیارۍ او ځیرتیا سره  د  استکباری  او استعماری قدرتونو دغه د سیسې شنډې کړی او  اجازت ورنکړی څو غولیدلی او ناپوهه تالی څټی داسلامی امت  اتحاد او یووالی ته تاوان ورسوی .