داهل تشیّع او اهل تسنن اتحاد داسلام ددښمنانو دسیسې شنډوی
باید شیعه اوسنی عالمان په هوښیارۍ او ځیرتیا سره د استکباری او استعماری قدرتونو دغه د سیسې شنډې کړی او اجازت ورنکړی څو غولیدلی او ناپوهه تالی څټی داسلامی امت اتحاد او یووالی ته تاوان ورسوی .
د سحر اردو ټیلیویژنی چینل راپور روکړی ، دپاکستان دتحریک اسلامی غورځنګ مشر علامه ساجد علی نقوی پرون په لاهور کې د جماعت اسلامی له یوه مشر احمد سلمان بلوچ سره په کتنې کې پر مسلمانانو غږکړی ، دخپل اتحاد یووالی په ساتلو او هوښیارۍ سره دې داسلام د دښمنانو دسیسې شنډې کړی .
علامه صیب داسلام او مسلمانانو په ضد د لویدیځی هیوادون وا و ځینو عربو واکوالانو دسیسې ته شاره وکړه او له مسلمانانو ئې وغوښتل د دغو سپیرو دسیسو او ورانکارو اقداماتو د شنډولو لپاره دې سره یو شی او د اسلام د دین دا حیاء او د اسلام دحقیقی څیرې نندارې ته د وړاندې کولو لپاره دې هڅه وکړی .
د پاکستان دجماعت اسلامی دغه مشر هم په دغې کتنې کې ټینګار کړی ، مسلمانان باید د نړیوال ا ستکبار د دسیسو دشنډولو لپاره دې سره یو موټی شی څو دلویدیځ دغه سپیرې دسیسې شنډې کړائ شی .
ا حمد سلمان بلوچ دمسلمانانو ترمینځ پر اتحاد په ټینګار سره ووئیل ، باید شیعه اوسنی عالمان په هوښیارۍ او ځیرتیا سره د استکباری او استعماری قدرتونو دغه د سیسې شنډې کړی او اجازت ورنکړی څو غولیدلی او ناپوهه تالی څټی داسلامی امت اتحاد او یووالی ته تاوان ورسوی .