پاکستان دایران دصادراتی شیانو اوه م ستربازار دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80023-پاکستان_دایران_دصادراتی_شیانو_اوه_م_ستربازار_دی
تارکول ، تیل ، سپک موبلایل او له پیټرولو پرته نور تیلی محصولات ، پسته ، چکلیټ ، مایع شوی پروپین، تیلی او اوبه شوی هائیډرو کاربن ګاونډی هیواد ته دایران تر ټولو مهم صادراتی شیان بلل شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 31, 2019 09:30 Asia/Kabul
  •   پاکستان دایران دصادراتی شیانو اوه م ستربازار دی

تارکول ، تیل ، سپک موبلایل او له پیټرولو پرته نور تیلی محصولات ، پسته ، چکلیټ ، مایع شوی پروپین، تیلی او اوبه شوی هائیډرو کاربن ګاونډی هیواد ته دایران تر ټولو مهم صادراتی شیان بلل شوی دی .

 زمونږخبریال  له اسلام اباده راپورراکړ  په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت  سفارت   او  دایران د تجارت دپراختیا  د ادارې دتجارتی پلانونې دفتر    په یوې اعلامیې خپرولو سره وئیلی دی ، پاکستان په تیرو  نهو میاشتو کې  دایران دصادراتی شیانو  دبازار  په اوه م لمبر کې راغلی دی .

  د وروستیو احصایو  په اساس،پاکستان ته دایرانیو صادرشوی شیانو  په ۱۳۹۷لمریز کال کې  دایران دصادراتو له ټولګې سره په پرتله کې  اوه اعشاریه دوه فی صدی وده  کړې ده .

 ددغه راپور په اساس ،عراق،چین ،متحده عربی امارات،افغانستان، ترکیه اوهندوستان په ۱۳۹۷لمریزکال کې دایران دصادراتو نور مهم  بازارونه  دی .

 همدرااز  دخپرو شوو احصایو په اساس،   د روان کال په تیرو نهو میاشتو کې  داسلام  ایران  دصادراتی شیانو ارزښت  اته سوه  شپږنوی میلیون ډ الر او  د دغو شیانو  وزن هم  په دغې مودې کې  په شپږویشت فی صدی زیاتوالی سره  یو میلیون  اته لکه  نهه  اتیا زره ټنو ته رسیدلی دی .

تارکول ، تیل ، سپک  موبلایل او  له پیټرولو پرته  نور تیلی محصولات ، پسته ، چکلیټ ،  مایع شوی  پروپین، تیلی  او اوبه شوی هائیډرو کاربن   ګاونډی هیواد ته دایران  تر ټولو مهم صادراتی شیان بلل شوی دی .