د پاکستان دپوځ پخوانی مشر له لومړی وزیر سره کتلی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80293-د_پاکستان_دپوځ_پخوانی_مشر_له_لومړی_وزیر_سره_کتلی
زمونږ خبریال وایی د پاکستان دپوځ پخوانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف اسلام اباد ته د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان له دوه (۲) ورځنی سفر مخکې له لومړی وزیر عمران خان سره کتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 13, 2019 02:26 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې له اکثرو ترهګرو ډلو سره زیاتې مالي او پوځي مرستې سعودي عربستان ، متحده عربي امارات او ځینې نور عرب هیوادونه کوي .
    په پاکستان کښې له اکثرو ترهګرو ډلو سره زیاتې مالي او پوځي مرستې سعودي عربستان ، متحده عربي امارات او ځینې نور عرب هیوادونه کوي .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان دپوځ پخوانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف اسلام اباد ته د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان له دوه (۲) ورځنی سفر مخکې له لومړی وزیر عمران خان سره کتنه وکړه .

راحیل شریف چې د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان نږدی ملګری دی په تیرې یکشنبې ورځ اسلام اباد ته تللی دی  او  یو(۱) پلاوی هم ورسره دی او  هغه له سیاسی او پوځی چارواکو سره په خبرو بوخت دی .

راحیل شریف په سعودی عربستان کښې دیره د هغه پوځی ائتلاف مشرۍ کوی چې هدف یې له ایران اسلامی جمهوریت سره مبارزه کول دی .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان له راحیل شریف سره په کتنې کښې  د سیمې دامنیت لپاره د ټولو نوښتونو د ملاتړ کولو په ترڅ کښې په هیواد کښې د سولې او دثبات د ټینګولو لپاره خپله ژمنه تکرار کړه .

د پاکستان اکثره سیاسی  ګوندونه اسلام اباد ته د سعودی عربستان د دیکتاتور ولیعهد محمد بن سلمان له سفر سره سخت مخالف دی ځکه چې هغه دیمن ، دسوریې او د عراق  په شمول د نړۍ داکثرو اسلامی هیوادونو د خلکو د وژلې اصلی عامل  او دترهګرو ډلو ستر ملاتړی دی .

په پاکستان کښې له اکثرو ترهګرو ډلو سره زیاتې مالی او پوځی مرستې سعودی عربستان ، متحده عربی امارات او ځینې نور عرب هیوادونه کوی .