پاکستان د کشمیر په حملې کښې لاس نلری
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80342-پاکستان_د_کشمیر_په_حملې_کښې_لاس_نلری
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې (۱)بیانیې کښې په کشمیر کښې د پرون ورځې په ترهګرې حملې کښې د اسلام اباد د لاس لرلو په هکله دهندوستان د چارواکو او رسنیو څرګندونې بې اساسه وبللې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 15, 2019 11:13 Asia/Kabul
  • پاکستان له جیش محمد او نورو وسله والو ډلو سره چې په کشمیر کښې جنګیږي مالي او  پوځي مرستې کوي .
    پاکستان له جیش محمد او نورو وسله والو ډلو سره چې په کشمیر کښې جنګیږي مالي او پوځي مرستې کوي .

ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې (۱)بیانیې کښې په کشمیر کښې د پرون ورځې په ترهګرې حملې کښې د اسلام اباد د لاس لرلو په هکله دهندوستان د چارواکو او رسنیو څرګندونې بې اساسه وبللې .

پرون د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر په پلوامه سیمه کښې د سرحدی پولیسو په کاروان حملې کښې څلورڅلویښت(۴۴) پولیس وژل شوی او په لسګونو نور ژوبل شوی وو .

جیش محمد ډلې ددغه حملې مسولیت پرغاړه اخیستی دی .

دا له ۲۰۱۶ میلادی کال وروسته په کشمیر کښې دهند په پوځیانو ترټولو ستره حمله ګڼل کیږی .

هندوستان وایی چې پاکستان له جیش محمد او نورو وسله والو ډلو سره چې په کشمیر کښې جنګیږی مالی او  پوځی مرستې کوی خو پاکستان دغه تور ردوی .

بل خبر داچي هندوستان نن په نوي ډیلي کښې د پاکستان سفیر سهیل محمود احضار کړ او په کشمیر سیمه کښې  په حکومتي عسکرو د حملې دعاملانو پرضد یې د اسلام اباد د اقدام د ترسره کولو غوښتنه وکړه .