هندي حکومت دې په بلوچستان کې له ګوت وهنو لاس واخلي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i90333-هندي_حکومت_دې_په_بلوچستان_کې_له_ګوت_وهنو_لاس_واخلي
د پاکستان دغه لوړپوړي چارواکي زیاته کړې ،اسلام اباد دجمو اوکشمیر پشمول په درستې سیمې کې امنیت غواړي ،خو هر هغه عامل سره به چې دپاکستان دبې ثباتۍ اوناکرارۍ لامل کیږي ، سخت چلند وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 26, 2020 09:09 Asia/Kabul
  • هندي حکومت دې په بلوچستان کې له ګوت وهنو لاس واخلي

د پاکستان دغه لوړپوړي چارواکي زیاته کړې ،اسلام اباد دجمو اوکشمیر پشمول په درستې سیمې کې امنیت غواړي ،خو هر هغه عامل سره به چې دپاکستان دبې ثباتۍ اوناکرارۍ لامل کیږي ، سخت چلند وکړي .

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ،د پاکستان دکورنیو چارو وزیراعجازاحمد شاه بیګا په یولړڅرګندونوکې خبرداری ورکړی ، اسلام اباد به نورو هیوادونو ته ددغه هیواد په جنوب لویدیځ کې د بلوچستان صوبې په داخلی چارو کې د ګوت وهنو اجازت ورنکړي .

اعجاز شاه  په همداوروستیو کې په بلوچستان صوبې کې له ترهه ګرۍ دملاتړ په باب دهندي پوځ دیوه پخواني افسر وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره وئيلي دي،غوره ده هندوستان ددغه هیواد ترکنټرولاندې کشمیر بوږنونکي وضعیّت ته پام وکړي او په دغې سیمې کې دې دبضری حقوقو له خلاف ورزیو ډډه وکړي .

د پاکستان دغه لوړپوړي چارواکي زیاته کړې ،اسلام اباد  دجمو اوکشمیر پشمول  په درستې سیمې کې امنیت غواړي ،خو هرهغه عامل سره  به چې دپاکستان دبې ثباتۍ اوناکرارۍ لامل کیږي،سخت چلند وکړي .