د پاکستان د جماعت اسلامي د ګونډ د پخواني مشر مړينه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i91060-د_پاکستان_د_جماعت_اسلامي_د_ګونډ_د_پخواني_مشر_مړينه
د پاکستان د جماعت اسلامي د ګونډ مخکنی مشر منور حسن چي په سیمه کې د امریکا د ګوټي وهنو له سختو مخالفینو څخه شمېرل کېدی د پاکستان په کراچي ښار کې وفات شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 26, 2020 11:13 Asia/Kabul
  • د پاکستان د جماعت اسلامي د ګونډ د پخواني مشر مړينه

د پاکستان د جماعت اسلامي د ګونډ مخکنی مشر منور حسن چي په سیمه کې د امریکا د ګوټي وهنو له سختو مخالفینو څخه شمېرل کېدی د پاکستان په کراچي ښار کې وفات شو.

منور حسن د پاکستان د جماعت اسلامي د ګونډ څلورم مشر و چي په سیمه کې د امریکا له شتون او افغانستان ته د امریکا د فوځي مداخلې له سختو مخالفینو څخه شمېرل کېدی.

هغه له دې نه مخکې هم په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټو الوتکو د بمبار سره یې سخت مخالفت ښودلی و.

اوس مهال په پاکستان کې د جماعت اسلامي د ګونډ مشری سراج الحق په غاړه لري.

د خبر پای/.