د پاکستان د جماعت اسلامي د ګونډ د پخواني مشر مړينه
Jun 26, 2020 11:13 Asia/Kabul
د پاکستان د جماعت اسلامي د ګونډ مخکنی مشر منور حسن چي په سیمه کې د امریکا د ګوټي وهنو له سختو مخالفینو څخه شمېرل کېدی د پاکستان په کراچي ښار کې وفات شو.
منور حسن د پاکستان د جماعت اسلامي د ګونډ څلورم مشر و چي په سیمه کې د امریکا له شتون او افغانستان ته د امریکا د فوځي مداخلې له سختو مخالفینو څخه شمېرل کېدی.
هغه له دې نه مخکې هم په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټو الوتکو د بمبار سره یې سخت مخالفت ښودلی و.
اوس مهال په پاکستان کې د جماعت اسلامي د ګونډ مشری سراج الحق په غاړه لري.
د خبر پای/.
ټیګونه