د پاکستان او ایران تر مینځ د تجارتي لارو خلاصيدا
د ایران د اسلامي جمهوریت د ګمرکاتو د ادارې ویاند د هیواد په جنوب ختیځ کې د سیستان و بلوچستان په ولایت کې د پاکستان سره د تجارتي لارو د بیا خلاصېدو خبر ورکړ.
د ایران د ګمرکاتو د ادارې ویاند روح الله لطیفی وویل چي د سیستان و بلوچستان په ولایت کې د ریمدان، کوهک او پښين سرحدي بازارونه خلاصي شوي او پاکستان سره مالي راکړې ورکړې له سره پیلي شوي دي.
هغه زیاته کړه چي د دواړو هیوادونو تر مینځ تجارتي لاري خلاصي شوي خو د عامو مسافرو د تګ راتګ لپاره محدودیتونه لا پر ځای پاتي دي.
لطیفي د ایران او د افغانستان تر مینځ د تجارتي او د ګډو سرحدي فعالیتونو تر سره کېدو ته په اشارې سره وویل: ترکمنستان سره د ایران د رېل پټلۍ په سرخس باډر کې له سره پیل شوي او د ورځې ۹۰ واګن صاداراتي توکي منتقلوي.
هغه همدارنګه د هیواد په شمالي سیمو کې سمندري سرحدونو ته په اشارې سره زیاته کړه چي ګاونډیو هیوادونو سره د خزر په سمندر کې د تازه او وچو میوو صادرات له سره پیل شوي او اذربایجان سره هم ټولي لاری خلاصي شوي.
خبر پای/.