پاکستان له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پياوړتیا هیله ښودلې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i91613-پاکستان_له_افغانستان_سره_د_سوداګریزو_اړیکو_د_پياوړتیا_هیله_ښودلې
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي وایي: تمه لري، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري بېرته وده وکړي او اړیکې یې هم ښې او پیاوړې شي.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Jul 20, 2020 07:16 Asia/Kabul
  • پاکستان له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پياوړتیا هیله ښودلې

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي وایي: تمه لري، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري بېرته وده وکړي او اړیکې یې هم ښې او پیاوړې شي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په یوه تازه ټوېټ پیغام کې ویلي، چې د کورونا ویروس پراختیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري او په بندرونو کې تګ راتګ زیانمن کړی دی.

هغه زیاته کړې،هیله لري چې د کورونا وایروس دویمه څپه خپره نشي او په دې توګه دغه بندرونه بیا ځلې زیان ونه ویني.

د هغه په وېنا: د کورونا ویروس له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ډیره زیانمنه شوه او سوداګرو سخت زیانونه ولیدل.

د افغان رسنیو د راپورونو پر بنیاد، اوس هم افغان سوداګر له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې ګڼې ستونزې لري او د تورخم دروازې اخوا یې زرګونه بار موټرې ولاړې دي.

د خبر پای/.