پاکستان له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پياوړتیا هیله ښودلې
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي وایي: تمه لري، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري بېرته وده وکړي او اړیکې یې هم ښې او پیاوړې شي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په یوه تازه ټوېټ پیغام کې ویلي، چې د کورونا ویروس پراختیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري او په بندرونو کې تګ راتګ زیانمن کړی دی.
هغه زیاته کړې،هیله لري چې د کورونا وایروس دویمه څپه خپره نشي او په دې توګه دغه بندرونه بیا ځلې زیان ونه ویني.
د هغه په وېنا: د کورونا ویروس له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ډیره زیانمنه شوه او سوداګرو سخت زیانونه ولیدل.
د افغان رسنیو د راپورونو پر بنیاد، اوس هم افغان سوداګر له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې ګڼې ستونزې لري او د تورخم دروازې اخوا یې زرګونه بار موټرې ولاړې دي.
د خبر پای/.