په پاکستان کې د هندوستان د شارژدافیر احضارېدا
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i92067-په_پاکستان_کې_د_هندوستان_د_شارژدافیر_احضارېدا
د پاکستان خارجه وزارت په اسلام اباد کې د هندوستان شارژدافیر احضار کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 06, 2020 08:32 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې د هندوستان د شارژدافیر احضارېدا

د پاکستان خارجه وزارت په اسلام اباد کې د هندوستان شارژدافیر احضار کړ.

د پاکستان د خارجه وزارت د یوې بیانیې په صادرولو سره اعلان وکړ چي د کشمیر په کنټرول لاین کې د اوربند څخه د هندي ځواکونو د سرغړونې او ملکي وګړو د وژلو په خاطر د هندوستان شارژدافیر احضار کړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د جنوبي اسیا مسئول زاهد حفیظ چوهدری د هندي ځواکونو له خوا د عامو وګړو پر کورونو د ډزو په غندلو سره د هندوستان څخه وغوښتی چي اوربند باندې پایبنده پاتي شي.

د هندوستان سرحدي خواکونو د کشمیر د کنټرول پر لاین باندې د داغ بهار په سیمه کې پر خلګو ډزې کړې چي د امله یې یو ملکی وګړی وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

هند او پاکستان په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د کشمیر پر کنټرول لاین باندې د ډزبندۍ موافقه لاسلیک کړه خو د هغې راهیسي دواړو لورو په ځلونو یو بل په تېروتنو تورن کړې.

د خبر پای/.