د افغانستان او پاکستان تر مینځ د ریل پټلی جوړیږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i92607-د_افغانستان_او_پاکستان_تر_مینځ_د_ریل_پټلی_جوړیږي
د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو چارواکو تېر ورځ د سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبري اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 01, 2020 06:33 Asia/Kabul
  • د افغانستان او پاکستان تر مینځ د ریل پټلی جوړیږي

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو چارواکو تېر ورځ د سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبري اترې وکړې.

د افغانستان رسنیو په حواله، افغان او پاکستاني لوری هڅه کوي سوداګري پراخه او پر پوله اسانتیاوې زیاتې کړي.

افغان رسنیو  د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو د چارواکو له قوله لیکلي چې دواړو لورو تېره ورځ پر مهمو مسایلو بحث کړی دی.

 همدا راز توافق شوی دی چې افغانستان او پاکستان به د رېل پټلۍ له لارې وصل شي او په دې اړه باید کارونه ژر تر ژره پيل شي.