عمران خان ته د افغانستان ولسمشر بلنه
د افغانستان ولسمشر اشرف غنی د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د ټیلفوني خبرو پر مهال کابل ته د راتګ بلنه ورکړې ده.
په کابل کې د افغانستان د ولسمشر د دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې چي د افغانستان ولسمشر اشرف غنی د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سره د سولي او د سیمي د حالاتو په اړه خبرې اترې کړې.
په دغو خبرو کي د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا، د سولي پروسې پر کامیابه کېدو او په افغانستان کي د اوربند پر ټېنګښت ټینګار کړئ.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغان ولسمشر بلنه منلې او په ځواب کي یې ویلي چي ډېر ژر به کابل ته سفر وکړي.
عمران خان همدارنګه د خبرو پر دوام په افغانستان د اوربند ټینګښت څخه بشپړ ملاتړ کړی
دا خبري داسي مهال کېږي چي د قطر پایتخت دوحه کي د افغان دولت او طالبانو د تماس ډلو ترمنځ خبري لاهم کومي پایلي ته نه دي رسېدلي.