د فلسطین د ولس څخه د پاکستان د لومړي وزیر ملاتړ
د پاکستان لومړي وزیر د ملګرو ملتونو په ۷۵ غونډه کې د صهیونیستي رژیم د تېروتنو په غندلو سره د فلسطین له ولس څخه ملاتړ وکړ.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د وېډیو کنفرانس له لارې وویل: د اسرائیل له خوا د فلسطین د خاورې د لاندې کېدو او د غیرقانونی ښارګوټو د جوړونې د امله په سیمه کې هیڅ کله سوله نه شي راتلای.
د پاکستان لومړی وزیر ټینګار وکړ چي اسرائیل باید د ۱۹۶۷ میلادي کال موافقې ته غاړه کښېږدوي او خپلو مخکنیو سیمو ته په شا لاړ شي او په فلسطین کې هم یو مستقل حکومت رامینځ ته کړای شي چي پلازمینه یې بیت المقدس وي.
هغه همدارنګه د کشمېر مسالې ته په اشارې سره د هند له خوا پر ملکي وګړو باندې د زور وینې او ځپلو څخه خپلې اندېښنې څرګندي کړې او د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک سره سم د کشمیر د مسالې د حل غوښتنه وکړه.
عمران د فرانسوي مجلې له خوا د ستر پیغمبر د سپکاوی غندنه وکړه او د ملګرو ملتونو څخه وغوښته چي په نړۍ کې د اسلام وېرونې د لړۍ سره د مبارزې لپاره یوه ورځ وټاکل شي.