پاکستان افغانانو ته د ویزو ورکړه اسانوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i93519-پاکستان_افغانانو_ته_د_ویزو_ورکړه_اسانوي
په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، افغانانو ته یې د ویزې ورکولو په چاره کې د اسانتیا لپاره بېړني ګامونه اخیستي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 13, 2020 09:08 Asia/Kabul
  • پاکستان افغانانو ته د ویزو ورکړه اسانوي

په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، افغانانو ته یې د ویزې ورکولو په چاره کې د اسانتیا لپاره بېړني ګامونه اخیستي دي.

په افغانستان کې د پاکستان سفارت د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ چي په ننګرهار، کندهار، هرات او مزار شریف ولایتونو کې هم د پاکستان کونسلګریو ته د ویزو ورکړې سپارښتنه شوې ده.

د پاکستان سفارت وایي، هڅه کوي چې د افغانانو لپاره د پاکستان د ویزو د نوې اعلان شوې تګلارې له مخې دا بهیر ساده او اسانه کړي.

په ورته مهال، د پاکستان سفارت په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی چې ویزې وړیا دي او هېڅوک دې چاته پېسې نه ورکوي.

د پاکستان سفارت پر داسې مهال د ویزو ورکړې په برخه کې د اسانتیا خبره کوي چې تېره ورځ په کابل کې د دغه سفارت مخې ته یو شمېر خلکو لاریون وکړ. مظاهرچیانو ادعا وکړه چې د ویزو ورکولو پروسه پېچلې ده او د سفارت مخې ته ناستو کمېشن کارانو دا لړۍ له ستونزو سره مخ کړې ده.