پاکستان په افغانستان کی د اوربند له ټینګیدا ملاتړکوی
Oct 15, 2020 12:07 Asia/Kabul
حنیف اتمر هم په دغه کتنه کې هیله څرګنده کړه د کابل او اسلام اباد اړیکی نورې هم پیاوړی او پراخې شی
د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د افغانستان د خارجه وزارت له سرپرست حنیف اتمر سره په کتنه کې د افغان حکومت او طالبانو ډلې ترمینځ د سولې خبرې په افغانستان او سیمه کی د سولې او ثبات د ټینګولو لپاره اساسی او مهم ګام وباله .
د افغانستان د خارجه وزارت لخوا د خپرې شوی بیانیې په اساس حنیف اتمر هم په دغه کتنه کې هیله څرګنده کړه د کابل او اسلام اباد اړیکی نورې هم پیاوړی او پراخې شی .
د افغان حکومت او طالبانو ترمیتنځ د سولې خبرې اترې د ستمبر له ۱۲ په قطر کې پیل شوی او هماغه راز دوام لری . لوری تراوسه په دغو خبرو کې کومې موافقې ته ندی رسیدلی .
ټیګونه