پاکستان ته د ظریف دوه ورځنۍ سفر پای ته ورسېد
Nov 12, 2020 10:09 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته خپل تر دوه ورځنی سفر وروسته نن سهار د اسلام آباد څخه د تهران پر لوری روان شو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د سې شنبې په شپه د یوې سیاسي او اقتصادي لوړپورو پلاو په چوکاټ کې اسلام آباد ته ولاړ چي د پاکستان د لوړ رتبه چارواکو سره سلامشورې وکړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته په خپل دوه ورځنی سفر کې د فوځ د لوی درستیز جنرال قمر باجوا، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی او لومړی وزیر عمران خان سره ولیدل.
ظریف د چهار شنبې په شپه په خپله ټوییټر پاڼه کې ولیک: په پاکستان کې د امنیتي او تجارتي چارو او د جنس په جنس د مبادلې په اړه مي ګټوري خبرې درلودلې.
ټیګونه