د پاکستان لومړی وزیر عمران خان کابل ته ورسېد
Nov 19, 2020 08:45 Asia/Kabul
پاکستان لومړی وزیر عمران خان د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د پنجشنبې په ورځ کابل ته ورسېد.
د رسنیو د راپور سره سم، د پاکستان لومړی وزیر به د افغان ولسمشر اشرف غني او نورو افغان چارواکو سره د سولي، دوه اړخیزو اړیکو او د سوادګرۍ د پیاوړي کولو په اړه خبري وکړي.
د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقی خبریالانو ته وویل: په دغو بحثونو کې به پر سوادګرۍ او ټرانزیت باندې به زیات پام وشي خو هیله من یو چي د سولي په برابر هم د پاکستان نیت او سیاسي تګلاره کې بدلون رامینځ ته شي.
دوه ورځې وړاندې په سوداګرۍ او پانګونه کې د عمران خان سلاکار عبدالرزاق داود کابل ته راغلی چې هوکړه لیکونه داو د سفر نورې چارې له افغان لوري سره تنظیم کړي.
ټیګونه