پاکستان د افغان ولسمشر څخه مننه کړې
پاکستان د افغان ولسمشر محمداشرف غني څخه مننه کړې، چې د ښه نیت او بشر دوستانه اړیکو د پیاوړتیا په موخه پاکستاني بندیان خوشي کوي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، هیواد یې د ښه نیت او بشر دوستانه اړیکو پیاوړتیا په هدف د پاکستاني اتباعو ازادلو د حکم په اړه له ولسمشر غني څخه مننه کوي.
هغه په دې برخه کې د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر له ځانګړي استازي عمر داودزي څخه هم مننه کړې ده.
د افغانستان ولسمشر کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له سفر یوه ورځ وروسته د یو شمېر پاکستاني بندیانو د خوشي کېدو امر کړی دی.
د افغانستان د ولسمشر د فرمان له مخې، دوه ډوله پاکستاني بندیان خوشي کېدونکي دي، یو هغه چې د بند موده یې لږ پاته وي، بل هغه چې د بند موده یې بشپړه کړې خو د نغدي جریمې نه ورکولو له کبله لا هم زندان کې دي.